د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په پکتيکا ولايت کې يې د حقاني ډلې اړونده ١٦ ټنه چاودېدونکو توکو نيولو سره په کابل کې د خونړيو بريدونو هڅه شنډه کړې ده.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد توکي په يوه هينو موټر کې تر لرګيو لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.
سرچينې زياته کړې، چې دا توکي د پولې پورې غاړه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې په ياد موټر کې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو .
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي د حقاني ډلې پورې اړوند و او دوى پلان درلود، چې د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ له لارې يې کابل ته د ځانمرګو بريدونو او د ورانکارۍ د نورو فعاليتونو لپاره راولېږدوي.
خو د ملي امنيت رياست وايي چې د افغانستان په خاوره کې يې د ياد موټر له کشف او نيولو سره په کابل کې د خونړيو پېښو مخه نيولې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژلي او ٢٩ نور يې ټپيان کړي دي.
د سرچينې په وينا، ددې عملياتو په پايله کې دوه عرادې ډاډسن موټر چې پر يوه يې زيکويک وسله هم نصب شوې وه، له درې ميله راکټونو، اوه ميله کلاشينکوفونو او يوه اندازه مهماتو سره نيولي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
