بدخشان او سرپل ځینې سیمې له ګواښ سره مخ دي

بدخشان او سرپل ځینې سیمې له ګواښ سره مخ دي

په داسي حال کي چي په بدخشان کې چارواکي له گواښ سره د دريو ولسواليو له مخ کيدو خبر ورکوي په سر پل ولايت کي څوارلس کلي د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلي دي

د بدخشان د سولې کمیټې ریس(عبدالواحد خطیبي) ویلي: د بدخشان ولایت درې ولسوالی د دولت وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي. جرم، کران او منجان، بهارک ولسوالی د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي. د بدخشان د سولې کمټې د ریس په وینا: دا ولسوالی سختې زیانمنې دي او د سیمې اوسیدنکي یي له اندیښنو سره مخ کړي. د بدخشان یمګان ولسوالی هم د شنبه په ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله او خطیبي حکومت پر نه چمتوالي تورنه کړی دی. ده ویلي له دې سره چې یمګان یوه اونۍ د وسله والو له لوری کلابنده وه خو دولت یي د ژغورلو لپاره هیڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایتي شورا غړي، په سوزمه قلعه کې د څوارلسو کلیو له سقوطه خبر ورکوي، دوی خبرداری ورکړی که چیرې سیمې ته مرستندویه ځواکونه وانه ستول شي ولسوالی به هم د وسله والو لاس ته ورشي. له دې سره دوی تر نژدې راتلونکي د وسله والو له لوري د کوهستانات ولسوالی د سقوط په هکله اندیښنه ښودلې وایي: ددې ولسوالی یواځې درې کلې له دولت سره پاتې دي. سیمه ایزو مسولینو هم د ولایتي شورا د غړیو خبرو پخلی کړی خو رسمي خبري آژانسونو دا خبرونه رد کړي او دایي تشې څرګندونې ښودلې دي.

خروج از نسخه موبایل