ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۷ وسله وال وژلي

ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۷ وسله وال وژلي

ننګرهار كې بې پيلوټه الوتكې ۷ وسله وال وژلي د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې چارواکې پکې د ۷ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د رپوټونو له مخې، دا برید پرون ناوخته شوی دی.

د لعلپورې ولسوال صاحبزاده ګل طارق کلید ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو د دغې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې د وسله والو پر یوه ډله د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

هغه وویل، چې په یاد برید کې یو شمېر وسله وال وژل شوي، خو د شمېر په اړه یې معلومات ورنکړل.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي کلید ته وویل، چې د لعلپورې ولسوالۍ په بې پیلوټه برید کې ۷ وسله وال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په یاد برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل