په سوریه کې د ولسمشر پرضد د پاڅون له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له ۲۲۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي، او نژدې ۱۲ میلیون نور وګړي له خپلو کورنوکوچېدلي دي.
د نارویې مخکښو سیاسي ګوندونو د ۲۰۱۷ کال تر پایه د اتو زرو سوري کډوالو د کوربه توب هوکړه کړې ده.
ددغې هوکړې په مخې، به زر کډوال په روان کال کې د ناروې مېلمانه وي، چې وړاندې دا شمېر ۵۰۰ کډوال ښودل شوی و.
نور کډوال به د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په اوږدو کې ولاړ شي.
دغه کډوال د ناروې د ښي اړخي ګوند د هغې غوښتنې د منل کېدو په لړ کې شوې وه، چې لږکیو ته پام کوي.
ګوندونو ویلي، ناروې په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۰ زرو کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.
په هوکړه کې دا هم راغلي، چې د سوري کډوالو د منل کېدو په لړ کې باید له دغو کډوالو سره په بېلابېلو هېوادونو کې مالي مرستې وشي.
ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې د ولسمشر پرضد د پاڅون له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له ۲۲۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي، او نژدې ۱۲ میلیون نور وګړي له خپلو مېنو کوچېدلي دي.
