امريکا د ختيځې اروپا په هيوادونو کي په پرمختللو وسلو د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. نيويارک ټايمز ليکلي د بالتيک په سيمه کي ددې سرتيرو ځای پر ځای کول به په اورپا کي د امريکايي سرتيرو تاريخي ګام وي

نیویارک ټایمز په یوه ریپوټ کې ویلي: امریکا غواړي د ختیځې امریکا په یو شمیر هیوادونو کې په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سنبال پنځه زره سرتیري ځای پر ځای کړي. دا سرتیري به له روسیې سره ګډې پولې ته نږدې په سیمو کې ځای پر ځای کیږي. ددې ریپوټ له مخې دا سرتیري به په لتوانيا، لاتويا، استونيا، پولند، بلغارستان او کیدای شي په هنګري هیوادونو کې میشت شي.

له کله چې په اوکراین کې شخړې ډيرې شوې له روسییې سره د امریکا او نآتو ناندریو کچه هم لوړه شوې ده او امریکا په دې موده کې هڅه کړې ترڅو خپل اروپایي هیوادونه پیاوړي کړي.

دا هیوادونه وایي: د روسیې له لوري له ګواښونو سره مخ دي او د امریکا وروستی پریکړې موخه د امریکا د امنیت او ددې هیواد د پولو د امنیت خوندې کول ښودل شوې ده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، که چیرې د امریکا له لوري دا ګام پورته شي. له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته به په اروپا کې د امریکا یي سرتیرو د ځای پر ځای کولو جدې پریکړه وي.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، هیواد یي د اوکرایني ځواکونو او وسله والو ترمنځ د اوربند په تړاو د منتسک هوکړې ته ژمنه دي او مسکو د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه رامنځ ته کوي. روسیې تیر کال کریمه ټاپو له اوکراینه بیله او له خپل هیوا سره یي ونښلوله. له دې پیښې وروسته امریکا او یو شمیر اروپایي هیوادونو پر روسیې د تیرې تور پورې کړ.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *