لوګر کې جګړه په شدت روانه ده

لوګر کې جګړه په شدت روانه ده

د ازرې په ولسوالۍ کې نن د (جون په ۱۵مه) سهار مهال جګړه پیل شوه.

د ۵ ساعتونو د جګړې له کمېدو وروسته یو ځل بیا د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پيل شوې ده.

د ازرې په ولسوالۍ کې نن د (جون په ۱۵مه) سهار مهال جګړه پیل شوه.

د میدان وردګو او لوګر د څلورمي پلې لوا قومندان عبدالرازق ساپي وویل، چې په تازه نښته کې ۴۵ تنه طالبان، ۲ پولیس سرتېري او ۳ مېرمنې وژل شوي دي.

د همدې نښتې په پرلپسې بهیر کې تېره ورځ ۵ ولسي وګړي، ۱۷ طالبان او ۲ پولیس وژل شوي و او په سلګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړ شوي وې.

طالبانو د دې بریدونه مسولیت منلی او ویلي دي، چې د دې ولسوالۍ څو امنیتي پوستې یې هم په ولکه کې دي

طالبانو د دې بریدونه مسولیت منلی او ویلي دي، چې د دې ولسوالۍ څو امنیتي پوستې یې هم په ولکه کې دي.

ازره د لوګر هغه ولسوالۍ ده، چې د افغانستان له ۳ ولایتونو او له قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري، د دغې ولسوالۍ ستراتیژیک موقیعت د دې لامل شوی، چې د طالبانو د پام وړ وګرځي.

دغه ولسوالۍ له کابل، پکتیا، ننګرهار او له سرحدي قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري.

خروج از نسخه موبایل