د اسامه زوی له امريکا د “پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې”
په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې ولې، عبدالله بن لادن د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې
پر انټرنيټ د پټو رازونو د افشا کوونکې وېبپاڼې ويکيليکس د يوه راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی له امریکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې.
د ويکيليکس په وينا دغه ليک په ۲۰۱۱ کال کې په سعودي عربستان کې د امريکا سفارتې خانې ته استول شوی و. دغه ليک يو له هغو ۶۰۰۰۰ اسنادو دی چې اوس مخې ته راغلي دي.
د دغې وېبپاڼې د راپور په وينا جنرال ګلين کيسر د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن ته په ۲۰۱۱ کې ليکلي وو چې دوی يې د پلار د مرګ تصديق پاڼه، نه شي وړاندې کولي.
د امريکا سفارتخانې د دې غوښتنې ځواب ۲۰۱۱ کال د سپټمبر مياشت کې د اسامه بن لادن تر مرګ څلور مياشتې وروسته لېږلی و.
ويکيليکس وايي په راتلونکې اوونۍ کې به د سعودي عربستان په اړه شاوخوا ۵۰۰۰۰۰۰ پټ معلومات خپاره کړي.
تراوسه نه ده روښانه چې دغه معلومات څرنګه د ويکي ليکس لاس ته ورغلي دي.
د امريکا سفارتخانې د دغې ليک په ځواب کې ويلي وو چې د پلار د مرګ تصديق پاڼه يې نه ده خپره شوې.
د مرګ د تصديق پاڼې پر ځای جنرال ګلين ګيسر د امريکا د محکمې اسناد وړاندې کړی چې په هغه کې د اسامه بن لادن وژل تصديق شوي وو.
دغه لېږل شوی ليک او اسناد په عربي او انګرېزي ژبو وو.
جنرال کیسر، عبدالله بن لادن ته ليکلي “زه هيله لرم چې د امريکا دغه اسناد به ستا او ستا له کورنۍ سره مرسته وکړي”
په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې ولې، عبدالله بن لادن د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې.
د ويکيليکس له خواد ايران د اتومي وسلو او د مصر د پاڅون په اړه نور اسناد هم خپاره شوي دي.
لومړی ځل پر دغه وېبپاڼه ۲۰۱۰ کال کې د امريکا په اړه پټ معلومات خپاره شوي وو.
