د کندز ولایت چهاردې ولسوالی له وسله والو پاکه شوه
ملي دفاع وزارت له وسله والو مخالفينو د چهاردري ولسوالي له نيولو خبر ورکري دي دوي ويلي په دي عملياتو مي د سلو په شاوخوا وسله وال هم وژل شوي دي سيمه ايزو مسولينو د امنيت د تينگشت په موخه د ديرو پوستو د رامنخ ته کولو ورانديز کري دي
د کندز ولايت د چهاردري ولسوالي د نيولو لپاره عمليات نن سهار په دريو بجو پيل او تر اتو بجو امنيتي خواکونه د ولسوالي وداني ته ننوتل د ستر درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد ددي عملياتو مشري کوله ويلي له وسله والو مخالفينو په بشپره توگه ددي ولسوالي تر پاکوالي به عمليات دوام ولري
د ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د سلو په شاوخوا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوشتی ده. په شمال کې د ملي اردو دوهمې لوا مطبوعاتي مسول غلام حضرت کریمي ویلي په ډې عملیاتو کې له هوایي ځواکونو هم کار اخستل شوی دی.
په همدي توګه سیمه ایزو اوسیدوکو د چهار دری ولسوالی عملیایت د بسنی ور نه دی شودلی او په دې سیمو کې یې د پوستود رامڼځ ته کولو غوښتنه کړې ده دوی وایی که چیری په دې سیمه کې پوستنې رامنځ ته نشي کیدای شي دا ولسوالی یو ځل بیا د وسله والو لاس ته ولویږي
ددوی په وینا په دې دوه ورځو کې چې د چهاردرې ولسوالی له وسله والو مخالفینو سره وه ډیری کورنیو خپل کورنه پریښې او نورو سیمو ته کډه شوي دي او که چیر ې امنیت خوندي شي دا کورنی بیرته خپلو کورونو ته راځي
بله خوا ویل کیږي وسله والو طالبانو له ارچي ولسوالی خخه د خواجه غار پر ولسوالی چې د تخار ولایت اړوند ده برید کړی او چارواکي یي د سقوط په هکله خبرداری ورکړی دی.
