ايتلافي ځواکونو سوريه کې هوايي بريدونه ترسره کړي
ويل کېږي په دغو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳ جنګيالي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دی
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د سوريې په رقه ښار کې هوايي بريدونه ترسره کړي دي.
دغه ښار د دې ډلې جنګياليو ته د خلافت د پلازمېنې حيثيت لري، چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوريه کې منځ ته راغلې.
د امريکا پوځ وايي په رقه ښار کې يې ۱۶ هوايي بريدونه ترسره کړي او دا تر اوسه په سوريه کې تر ټولو لوی بريدونه بولي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي د اسلامي دولت ډلې لږ تر لږه ۲۳ جنګيالي وژل شوي. دا ټولنه زياتوي په دې بريد کې شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
دغه بريدونه د اسلامي دولت ډلې له خوا د په پلميرا (تدمر) کې د ۲۵ کسانو له وژلو وروسته ترسره کېږي.
په يوه ويډيو کې چې د اسلامي دولت ډلې له خوا خپره شوې وه ۲۵ کسان ښوول شوي چې د سوريې په لرغوني ښار پلميرا (تدمر) کې وژل کېږي.
دغه ويډيو د ټولنيزو رسنيو په مټ خپره شوې چې د اسلامی دولت ډلې سره تړاو لري، تراوسه دا نه ده روښاه چې دا ويډيو کله جوړه شوې ده.
بل خوا د سوريې امنيتي ځواکونه وايي سرتېري يې د زبداني ښار ته ننوتلي دي. دغه ښار د سني ياغي ډلې تر کنټرول لاندې دی.
بشار الاسد ته وفادار د سوريې پوځ چې د لبنان د حزب الله شيعه ډلې مرسته ورسره ده د دې ښار د ولکې لپاره جنګېږي.
