كورنيو چارو وزارت د ۶۱ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۶۱ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۸ تنه ټپيان دي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د تخار، کندوز، فارياب، سرپل، کندهار، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

خروج از نسخه موبایل