امریکا په افریقا کې بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کوي

د امريکا متحد ايالات د شمالي افريقا دعربي هيوادونو سره په خبرو لګيا ده تر څو هغوی وهڅوي چې پخپله خاوره کې امريکائي بې پيلوټو الوتکو ته ځای ورکړي.

دامطلب نن د «العربیه» تلويزيوني چينل ور کړی دي. د سرچيني د معلوماتو پر اساس « واشنګټن د المغرب د هيواد سره په خبرو لګيا دي چې په دغه هيواد کې بې پيلوټه الوتکو ته ځای پيدا کړي، تر څو له دې لارې څخه «اسلامي دولت» ترهګره ډلې پلويان چې په ليبيا کې فعاليت کوي په نښه او تعقيب کړي. امريکا متحد ايالات غواړي په دغه هيواد کې د خپلې پوځي اډې څخه د بې پيلوټه الوتکو کار واخلي.»

تر اوسه پوري د شمالي افريقا يو هيواد هم د و اشنګټن دې غوښتني ته ځواب نه دی ورکړی. تر دې مخکې ليبيا اوالجزاير دامريکا غوښتنه نه ده منلي، په ځانګړۍ توګه په سيمه کې دامريکائي ځواکونه دپاره د یو مقر د جوړيدو په اړه.

دم ګړۍ په حيبوتي کې دامريکا متحده ايالاتو د پوځي اډې « Lemonnier” څخه بې پيلوټه الوتکې په یمن ، سومالي او نورو هيوادونو کې په پوځي عملياتو کې ګډون کوي. شنونکې وائي دم ګړۍ واشنګټن په ډير شدت سره هڅه کوي د مراکش هيواد سره يوې موافقي ته ورسيږي ، دغه هيواد دامريکا متحده ايالاتو سره نږدې دوديزې اړېکې لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *