د كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۹ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۸ تنه ټپيان شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د تخار، کندوز، فارياب، سرپل، ميدان وردګ او غور ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل