د ملي دفاع وزارت د ۱۸۹ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۱۸۹ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په محاربوي ځمکنيو او هوايي عملياتو كې د ملا خاکسار په نوم د يو تن قوماندان، درېيو ولسوالانو او نهو بهرنيانو په ګډون ۱۸۹ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۸۸ تنه ټپيان دي او د اوو شکمنو کسانو په ګډون نهه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د پکتيا، فارياب، هلمند، لوګر، بدخشان، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو د درنو وسلو بريدونو او د سړك غاړې ماين چاودنو كې د ملي اردو ۱۳ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خروج از نسخه موبایل