په افغانستان کې د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت ووژل شو
په افغانستان کې د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت ووژل شو
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په افغانستان کې یې د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و؛ وژلی دی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ابو حذیفه؛ د هغه مرستیال عمار او درې نور ملګري نن مازدیګر د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ابوحذیفه په کندز ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه لویه ډله رهبري کوله او د ګڼ شمېر کسانو په وژلو کې یې لاس درلود.
ملي امنیت په داسې حال کې د جندالله ډلې د مشر د وژل کېدو خبره کوي چې په شمالي ولایتونو کندز؛ فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.
تراوسه د جندالله وسله والې ډلې په افغانستان کې د دوی د مشر د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.