بغلان کې ۱۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې ۱۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په ډنډ غوري سیمه کې د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې تر۱۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنيې قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاعي ته وویل، چې یاد عملیات د دې ولایت په ډنډغوري سیمه کې شوي او په ترڅ کې ۱۰ کلي د وسله والو مخالفینو له شتونه پاک شوي دي.

نوموړى وایي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې تر سلو زياتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز د ملي پوځ ۵ سرتیري وژل شوي دي.

د شجاعي په وینا، په دې عملیاتو كې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د یادونې وړ ده، چې د ډنډغوري سیمه څو اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو نیولې ده.

یاده سیمه د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته څېرمه پرته ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

خروج از نسخه موبایل