پر ټاکنو د څار ادارې حکومت ته له ورکړل شويو وړانديزونو هرکلی کړی دی خو ويلي يي دي چي په اوسنيو شرايطو کي ددي ورانديزونو پلي کول ناشوني دي ددي بنسټ مشر ويلي دي ته په کتو سره چي د تاکنو کميسيون لز وخت او ديري ستونزي لري د سمون کميسيون پر ورانديزونو بيا کتني ته ارتيا ده بله خوا د افغانستان د رنو تاکنو بنست ريس دا ورانديزونه نيمگري شودلي
د افغانستان آزادو او عادلانه تاکنو ريس محمد يوسف رشيد ويلي د تاکنو خپلواک کميسيون نورو ستونزو او د وخت کمشت ته په کتو سره د ټاکنو سمون کمیسیون وړاندیزونه بیا کتنې ته اړتیا لری
د افغانستان د آزاادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ریس ویلي: په دې وړاندیزونو کې نوي ټکي شتون لري چې کولای شي پر ټاکنو مثبته اغیزه وکړي دوی د کمشنرانو کمښت ته ددې ډول یوه ټکي په توګه نغوته کړې ده.
د افغانستان د روڼتیا ادارې ریس تعیم ایوب زاده بیا د ټاکنو سمون کمیسیون وړاندیزونه نیمګړي بولي ووایي په دې وړاندیزونو کې د څارونکو برخې ته نغوته نه ده شوې. دوی ځینو نورو ټکیو ته هم نغوت کړې ویلي یې دي د وخت کمښت ته په کتو سره چې د ټاکنو ادارې ور سره مخ دي په عملي توګه د رایو ورکونکو د نوم لړ چمتو کول شونې نه دي او باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون نورې لارې رامنځ ته کړي.
د ټاکنو سمون کمیسیون دوه ورځې وړاندې حکومت ته خپل د څیړنې له مخې وړاندیزونه سپارلي او په دې وړاندیزونو کې د رایو ورکونکو نوم لړ پوښتنو ته د کمیسیون د غړیو ځواب ویلو د شکایاتو په کمیسیون کې د دوه بهر نیانو شتون د ټاکنیزو حوزو کوچونوالی د بریشنایی پیژند پانو ویش او د اوسنیو رایې ورکونی کارتونو باطلیدو غوښتنه شوې ده له دی سره د ټاکنو کمیسیون غړیو تقلیل او د ولایتی کمیسیونونو د غړیو زدکړو په پام کې نیول ددی وړاندیزونو یوه بله برخه ده.
