د غزې په جګړه کې د اسرایلي دوهم لوی ګوند د مشر د ناکامی اعتراف

د غزې په جګړه کې د اسرایلي دوهم لوی ګوند د مشر د ناکامی اعتراف

د معاریو خبري آژآنس د ریپوټ له مخې، د صهیونستي رژیم چارواکیو د استوارې صخرې په ویاړ یوه ناسته تر سره کړې وه. په دې ناسته کې د اشکلون ساحلي شورا ریس، د نقب شورا ریس، د اشکول شورا مشر او د اشکلون شاروال ګدون کړی وو. د اپوزیسیون ریس هرتصوګ وویل: د استوارې صخرې له عملیاتو یو کال تیر شو خو په خواشینی سره چې هیڅ شي بدلون نه دی کړی. همدا نن سهار په فضا کې د توغندیو غږونه اوریدل کیدل. نتنیاهو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغی حماس ته یې ماته ورنشو کړی او غز یې غیر پوځي نکړه. هرتصوګ پر نتنیاهو نیوکه وکړه وویل: هغه چارواکي چې نن له مونږ سره دلته دي ستړي شوي د نیواک ګرو ښآرګوټو چارواکي نور ستړي شوي. هیڅوک نغواړي ترڅو جګړه پیل کړي داسې یوه جګړه چې هیڅ ډول پایله او ګټه ونلري.

نتنیاهو د خپلې ماتې د پټولو لپاره د ځان په ستاینې عادت کړی خو دا شونې نه ده چې د خلکو ویره په ښکلو کلمو سره له منځه یوسو. مونږ د غزې په جګړه کې ماته خوړلې نتنیاهو یواځې د خبرو کول زدکړي او له پریکړو تښتي او مونږ به د استوارې صخرې د دوهمو عملیاتو او ګداخته سرب خلورو سره مخ کړي.

هرتصوګ وویل: له غزې او نورو پوله ایزو سیمو اسیدونکي باید د سپر په ډول بدل نشي. آیا څوک په دې باور دي چې د نتیوهاعسارات، سداروت او اشکلون سیمو اوسیدونکي نن په امنیت کې دي او ددوی امنیت خوندي دی؟ آیا څوک ویلای شي چې فلسطني دلې خلع سلاح شوي دي؟ آیا په راتلونکې جګړه کې به دوی پر اسرایلو د پر مختللو توغندیو په وسیله پر اسرایلو برید ونکړي؟.

د غونډې په دوام سره د لیوني تصیپي کنست غړیو وویل: دا عملیات د پوځ له لوري او ددوی د چمتوالي له مخې په لاره اچول شوي وواو د نتنیاهو پّ سیاسي او پوځي ماتې سره پای ته ورسیدل.

خروج از نسخه موبایل