د روسیې په وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو نړیواله مخامختیا لا په مخه کې د
امریکا متحد ایالتونه له چین سره د زېرمه ییزو اسعارو د چاپولو پر نړیوال مالي سیستم باندې د انحصاري کنټرول د ټینګولو په مبارزه کې د خاصو بریاوو پر لاسته راوړلو بریالي نشول، نړیوال بازار ته د تېلو او طبیعي ګاز پر وړاندې کولو باندې د کنټرول د ټینګولو مبارزه یې د ډېرو هېوادونو په وړاندې وبایلله.
خو د پېښو بهیر ښیي، چې امریکا متحدو ایالتونه ناهیلي شوي نه دي، اوس یې په نورو لوریو کې مبارزې ته لاس اچولی دی. او دغه لورې په راتلونکې کې حتا تر مالي چارو او تر تېلو او طبیعي ګاز هم ډېر ګټور او اغېزمن دي. د « روسیه نن » د بین المللي اطلاعاتي اژانس یو څېړاند ولادیمیر لېپیخین د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:
اټومي انرژي او له هغې سره په تړاو د نوي پښت د اټومي وسلو جوړول، یو له همدغو لوریو څخه دی. امریکاي کړنلاره جوړوونکي هڅه کوي، چې په مالي او د هایدروکاربوني سونتوکو په جبهو کې خپلې ناکامۍ د ارزانې او اغېزمنې انرژۍ د لاسته راوړلو د تکنالوژیو او همدارنګه له ۲۳۸ — یورانیومو څخه د نوې وسلې د جوړولو د تکنالوژیو په خصوصي کولو جبران کړي. په اټومي صنایعو کې د اوسنیو کارېدونکو ۲۳۵ — یورانیومو پرتله په ځمکه کې د ۲۳۸ — یورانیومو زیرمې دومره ډېرې دي، چې تمامښت نه لري. امرکایۍ واکمنې ټولنې په دې هڅه کې دي، چې د تېرموهستوي سینتز پر تعاملاتو باندې د کنټرول انقلابي تکنالوژۍ او همدارنګه د لوړې انرژۍ د وړو ګړندي کوونکو او په لرې واټن کې د اټومي ګولیو د لېدا د وزلو د تولید تکنالوژۍ لاسته راوړي.
د « روسیه نن » د بین المللي اطلاعاتي اژانس څېړاند ولادیمیر لېپیخین وایي: د دې ټولو په پام کې نېولو سره چین نه، بلکې روسیه د امریکا متحدو ایالتونو د پاملرنې په مرکز کې راځي. ځکه چې روسیه یوازېنی هېواد دی، چې دغه ډول تکنالوژۍ لري. له روسیې سره د دغو تکنالوژیو نه یوازې نقشې شته، بلکې په همدې تړاو ځینې عملي څېړنې سرته رسول شوي او ازمایښتي اختراعي کارونه هم شوي دي. د روسیې همدغه وس، چې داسې فکري محصولات تولیدلولی شي، چې امریکا متحد ایالتونه یې نشي جوړولای، امریکایان له یوې خوا سخت په غوسه کړي او له بلې خوا یې په ډار کې اچولي دي. ځکه چې د امریکایانو په اند، روسیه د تېرموهستوي تعاملاتو د چلونې د تکنالوژیو په لرلو، په واقعیت کې د امریکايي « ااستثنا توب » پر دکترین نېغ تېری کوي. د همدغه دکترین له مخې، هغه تکنالوژۍ، چې د نړۍ د کنټرولو او څارلو وس ورکوي، باید یوازې له امریکا متحدو ایالتونو سره وي.
خو دغه تکنالوژۍ څنګه لاسته راوړل شي؟ د « روسیه نن » د بین المللي اطلاعاتي اژانس څېړاند ولادیمیر لېپیخین په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې زیاتوي: که چېرې د امریکا متحدو ایالتونو لږه حوصله کړې وای او له روسیې سره یې په اړیکو کې سم سیاست چلولای وای، نو کولای یې شول چې خپلې همدغې موخې ته په ډېره اسانۍ رسیدلي وای. په لومړي سر کې د کلینتن او بوشانو حکومت په عمومي ډول سم ګامونه واخېستل او داسې ډیالوګ یې تنظیم کړ چې روسیه ورته په ټولو پوړیو کې چمتو وه. خو د اوباما حکومت د روسیې په لوري په خپل ناهوښیاره سیاست د امریکا د پخوانیو حکومتونو پر ټولو هڅو چلیپا راکش کړه او روسیه یې د خپلو مخالفینو په کمپ کې ودروله.
د « روسیه نن » د بین المللي اطلاعاتي اژانس څېړاند وایي: بې له کومه شکه، په امریکا واکمنو ټولنو کې داسې وګړي هم شته، چې د اوباما پر مسلکي ناوړتیا او پر دغه واقعیت پوهیږي، چې نړیواله لاسبرتیا یوازې د نوو تکنالوژیو او ډېرو نوو وسلو د لاسته راوړلو له لارې بسیه کېدای شي. نو ځکه د ځینو امریکایي سیاستوالو د هیلو سترګې بیا د روسیې په لوري اوښتي او همدغه سیاستوال په ډاګه دغه خبره کوي، چې له روسیې سره مخامختیا نه، بلکې « دوستي کول » ورته ګټه لري. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې د غوړو ژمنو په کولو د روسیې د واکمنو ټولنو ويښتوب خوبیولی کړي او له دغې لارې له روسیې نه ډېرې مهمې او حساسې تکنالوژۍ تر لاسه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف څه موده وړاندې خبر ورکړ، چې روسیې ته د اړیکو د بیا رغولو په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو زیګنالونه رارسیدلي دي. خو د دې په پام کې نېولو سره، چې ژوند په وارو وارو ښودلي، چې امریکا متحد ایالتونه مساوي حقوقه انډیوالۍ ته تل ناجوړه دي، نو سړی نه پوهیږي، چې د دغو زیګنالونو په وړاندې باید څه ډول غبرګون وښودل شي؟
