د داعش په وړاندې د امریکا د مبارزې یوه کال هيڅ پایله ورنه کړه

د داعش په وړاندې د امریکا د مبارزې یوه کال هيڅ پایله ورنه کړه

د امریکا متحدو ایالتونو په سروالۍ بین المللي ټلوالې یو کال پخوا، د داعش پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. خو داعش له همغه وخته راهیسې نورې ډېرې ځمکې هم ونېولې.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر برک اوباما ان لا په همغه وخت کې اعلان وکړ: زموږ ټلوالې برید پیل کړی دی. داعش له ځان نه یوازې دفاع کوي. خو جګړه حتما بایلي.

د امریکا متحدو ایالتونو د رسمي چارواکو له خولې، د دغې ترهګرې ډلې د جګړه مارانو شمېر، تقریبا همغه دی، چې پخوا وو: د وژل شوو جګړه مارانو ځاي له ټولې نړۍ نه ورغلو نوو جنګیالیو په ډېره بېړه ډک کړی.

امریکا متحدو ایالتونو د همدغه یوه کال په اوږدو کې، له هوایي بمباریو پرته نور څه کړي دي؟ دوی د دې هڅه وکړه، چې د معتدل اپوزیسیون په لیکو کې وګړي استخدام کړي او د جنګي عملیاتو لپاره یې وروزي. خو څرګنده شوه، چې د دغو وګړو پیدا کول دومره اسان هم نه دي، لکه چې فکر کېده.

امریکا متحدو ایالتونو وسلې او جنګي مهمات له هوا څخه د داعش په وړاندې جنګېدونکو متحدو ځواکونو ته ورغورځول، خو لکه چې پېښې ښیي، د همدغې وسلې یوه برخه د داعش د جګړه مارانو لاس ته ورغله.

امریکایي چارواکي د سوریې په تړاو ټولو پوښتنو ته یوازې یو ځواب ورکوي: د ټولو پېښو ګناه د سوریې د ولسمشر بشار اسد پر غاړه ده.

د امریکا متحدو ایالتونو استخباراتو د سوریې په تړاو خپل رپوټ چمتو کړی و. په دغه رپوټ کې، چې په ۲۰۱۲ کال کې وړاندې شو، ویل شوي، چې د سختدریځه اسلامپال — د سوریې د اپوزیسیون مخکښ ځواک دی. امریکایي سیاستوالو درې کاله وړاندې همدغه استخباراتي اطلاعات په لاس کې لرل، خو بیا یې هم د سوریې د اپوزیسیون د ملاتړ پرېکړه وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د استخباراتو د پخواني مشر مایکل فلین په اند د امریکا مشرتابه د دوی څېړنیز رپوټ ته پاملرنه وکړه، خو بیا یې هم همغه کړنلاره غوره کړه، چې اوس پرې روان دي.

د ANSWER په نامه د جګړې ضد ټلوالې څارونکي برایان بېکر اعلان وکړ: امریکا متحد ایالتونه له دې نه ښه خبر وو، چې د « داعش » په شمول سختدریځي د اپوزیسیون په مخکښ ځواک بدلیږي. پر همدې باندې پوهېدا ته دوی حتا د استخباراتو اطلاعاتو ته هم اړتیا نه لرله. دوي پر دې ښه پوهېدل، چې پیسې یې چا ته ورکولې، او وسلې یې چاته رسولې. خو بیا هم دوی دېته چمتو وو، چې له همدغو ګروپونو څخه د سوریې د حکومت د نسکورولو لپاره د وسله وال ځواک په توګه استفاده وکړي. امریکا متحدو ایالتونو غوښتل چې په سوریه کې واکمن رژیم بدل کړي.

واشنګټن په لیبیا کې هم د همدغه ډول سناریو له مخې عمل کاوه، او تر همدې وړاندې یې په عراق کې همدغسې وکړل. وروسته یې سوریه د خپل هدف په توګه غوره کړه. د امریکا متحدو ایالتونو د همدغو کړنو په نتېجه کې، که غوښتل یې او یا نه، د داعش دریځ پیاوړی شو.

خو اوس مهال یوه بله ډېره مهمه پوښتنه هم راپیدا کیږي: د امریکا متحدو ایالتونو مشري به نور کوم ګامونه واخلي؟ ایا همغې کړنلارې ته به، چې نتېجه یې ټولو ته څرګنده ده، دوام ورکړي او که له نوي تاکتیکه به کار واخلي؟

خروج از نسخه موبایل