د ملي دفاع وزارت د ۹۴ وسله والو د وژل كیدو خبر وركړ
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۹۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۶ تنه ټپيان شوي او څلور تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د غزني، لوګر، پکتيا، خوست، کندهار، دايکندي، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو ۱۲ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
