تحیلیل (څیړنه): له ملا اختر منصور سره د ملا عمر د کورنۍ بیعت

تحیلیل (څیړنه): له ملا اختر منصور سره د ملا عمر د کورنۍ بیعت

اوس له ملا منصور سره د طالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر د کورنۍ بیعت تر ډيره تشه نشي ډکولی. د طالبانو نوی مشر تر ډيره تورن دی او تورن به پاتې شي او د طالبانو نوي مشر لپاره د ملا عمر د کورنۍ بیعت یواځې دا ګټه لري چې د ملا دادالله په څیر دده د مخالفینو دریځ به کمزوری کړي. دطالبانو په لیکو کې ستونزې او شخړې د ملا منصور په مشری پورې تړواو لري چې څه ډول کولای شي په قطر پاکستان او افغانستان کې خپل مخالفین را جذبولی شي.

خو حکومت ته د طالبانو ترځنګ یوه بله ستونزه هم رامنځ ته شوې ده او تیره اونۍ د ولسي جرګې غړیو وویل چې پاکستان تر ډيره دداعش وسله والو ملاتړ کوي او دوی ته یې د فعالیت او لمنې د پراخیدو لاره هواره کړې ده دوی وایي پاکستان اوس مهال د افغانستان لپاره د داعش پروژه په لاره اچولې. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازو ویلي داعش هماغه د پآکستان تر ملاتړ لاندې وسله وال طالبان دي چې پّ دې وروستیو کې په عملي ډول د کوټ چپرهار اچین او پچیراګام ولسوالی ګواښي او په دې سیمو کې داعش په پراخه توګه فعالیت لري.

خو تیره اونۍ پاکستانیانو یو ځل بیا اعلان وکړ چې پّ افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به خبرې بیاپیل شي او اسلام آباد په دې برخه کې نه ستړي کیدونکې ګامونه پورته کوي، سرتاج عزیز ویلي، د طالبانو په مشری کې بدلون د رامنځ ته کیدو په حال کې دی او د پخلاینې خبرې به هم تر ډیره ددې بدلون تر سیوري لاندې وي. له دې سره پآکستانیانو په دې برخه کې رڼا اچولې ویلي یې له زوره کار اخستل د پخلاینې خپرې له خنډونو سره مخ کولای شي.

ددوی دې نیوکو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دوی په دې وروستیو کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونوپر عملیاتو نیوکه کړې ده له دې سره په دې وروستیو کې پر پاکستان هم سیاسي فشارونه ډير شوي دي.

د پآکستان د وروستي دريځ څخه داسې ښکاري چې اسلام اباد په دې وروستیو کې د پخلاینې په خبرو کې د افغان حکومت ناز اخلي. په کابل کې له خونړیو چاودونو او په شمال کې د جګړې په لیکو کې د پاکستانیانو شتون د ملي یوالي حکومت مشران قهر جن کړي او په ننګرهار کې د د داعش په نامه د نوې ډلې په رامنخ ته کولو سره د پخلاینې په خبرو کې یې پر پاکستان باور او اعتبار تر ډيره ټیټ شوی دی.

خروج از نسخه موبایل