تحلیل (څیړنه): د یمن ستونزې د هواری مخنیوی
تحلیل (څیړنه): د یمن ستونزې د هواری مخنیوی
ویل کیږي چې د عربستان په مشری ایتلاف د یمن ولسمشر ته ویلي ترڅو د پخلاینې په خبرو کې ګډون ونکړي عربي ایتلاف د یمن تښتیدلي ولسمشر ته ویلي چې صنعا په پوځي زور سره نیسو او دپخلاینې خبرو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
د ایتلاف سرتیري یمن ته د ننه شوي دوی د مارب له ښاره د صنعا په لور د پرمختګ په حال کې دي نږدې لس زره عربي سرتیري راغلي تر څو د یمن پلازمینه ونیسي دوی په خپله سیمه کې د توغندیو ضد سیستم نښلولی او هڅه کوي ترڅو دداسې تلفاتومخینوی وکړي کوم چې دوه اونۍ وړاندې یې ګاللي وو هغه مهال د حوثیانو په توغندیز برید کې د ایتلاف پنځوس سرتیري وژل شوي وو
دعربستان په مشری ایتلاف د یمن تښتیدلی ولسمشر چې اوس په ریاض کې پروت دی ساتلی او دی هڅوي ترڅو د پخلاینې خبرو ته کې نه ني د عربستان په مشری ایتلاف غواړي ترڅو د یمن ستونزه د جګړې له لارې حل کړي نه د خبرو له لارې.
دا څوم ځل دی چې په یمن کې د ملګرو ملتونو رول ته په سپکه سترګه کتل کیږي د یمن لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي دددوی غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله له دندې لاس واخیست او اوس د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د عربستان په مشری د ایتلاف پر کړنو نیوکه کوي وایي یوه خبري ناسته تر سره کوي او ټولې خبرې به په ډاګه کړي.
د عربي هیوادونو لپاره د صنعا نیول کومه آسانه خبره نه ده حتی که چیرې صنعا ونیول شي نو د یمن د جګړې ګټونکی لوری به مالوم نه وي. حوثیانو له دوه زره پنځم کال راهیسې جنګیدلي دي او تر اوسه دیمن په جګړه کې چې څو اړخونه لري بریالی لوری نه دی روښانه دې ته په کتو سره که چیرې د عربي ایتلاف له لوري دیمن پلازمینه صنعا هم ونیول شي په دې هیواد کې به کړکیچ دوام ولري او یواځینۍ حل لاره به یوآځې خبرې وي.