کونړ کې دماین چاودنې ۲۸ ملکي کسان ټپیان کړي
تر اوسه چا د کونړ د چاودنې مسولت نه دی اخیستیتر اوسه چا د کونړ د چاودنې مسولت نه دی اخیستی
نن د کونړ ولایت په مرکز کې د ماین په یوه چاودنه کې ۲۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او په کندهار کې یو ځانمرګي بریدګر درې کسان ټپیان کړي دي.
د کونړ په ولایت کې چارواکي وایي چې ۲۸ ملکي وګړي نن سهار شاوخوا یولس بجې د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د سبزۍ منډيي کې دیو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.
دکونړ ولایت دعامې روغتیا رئیس ډاکټر اسد الله فضلي وویل چې دپېښې له ځایه ورته اته ویشت ټپيان وروړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
دپېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه په یوه برېښنایي بکسه کې دیو ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.
د کونړ په روغتون کې ډاکټرانو ویلي چې دور وړل شوو ټپیانو له ډلې د څلورو تنو روغتیایی وضیعت ښه نه دی.
