دولتي چارواکيو او زور مندانو په کابل ښار کي ۷۰ واټونه يا سړکونه بند او کابل ښاريان يي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي

بله خوا کورنيو چارو وزارت ويلي: د ناامنۍ لوړې کچي ته په کتو سره به دا واټونه همداسې تړلي پاتي وي

سمنټي دیوارونو اغزي لرونکو سیمونو او ډيریو ساتونکو په کابل ښا رکې د ژوندانه چارې له ډيریو ستونزو سره مخ کړې دي. د یوې سروې له مخې، اوس مهال په کابل کې اویا عمومي او فرعي سړکونه د زورواکانو او لوړ پوړیو دولتي چارواکیو له لوري تړل شوي دي او په دې واټونو تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي.

نوی ښار ، شيرپور، وزير اکبرخان، شش درک، د کورنیو او بهرنیو چارو زوارت خونو مخې ته لارې، کارته سه، کارته چهار، کارته پروان، د قمبر څلور لاره، خيرخانه مينه، ملي شوراى هغه سیمې چې ډيری لارې یې تړل شوي دي

ددې لارو بندیدو په پلازمینه کې د د ترافیکو ګڼه ګوڼه ډیره کړې او ځینې ښاریان اړ دي ترڅو د لنډ واټن لپاره ساعتونه میزل وکړي. د کابل اوسیدونکي وایي: ددې خندونو د لري کولو لپاره د حکومت حکم ته سترګې په لاره دي ددوی پّ وینا: د کابل ښار سړکونه او کوځي اوس د اشخاصو په شخصي ملکیت اوښتې او ښار پوځي څیره خپله کړې ده او دې خنډونو ته په کتو سره خلک د ویرې او ډار احساس کوي.

بله خوا کورنیو چارو وزارت ددې سړکونو بندول د امنیتي ګواښونو له امله اړین بولي خو د ویاند مرستیال یې وایي د لارو او سرکونو د پرانستلو لپاره به تر نږدې راتلونکې یوه نوې برنامه تر لاسه لاندې ونیول شي. کورنیو چارو وزارت مخکې له دې هم ورته یو بې ګټې ګام پورته کړی وو!.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *