د ښاري منظمي پاليسي جوړول رامنځ ته کول د حکومت له اساسي پلانونو شميرل کيږي

د ښاري منظمي پاليسي جوړول رامنځ ته کول د حکومت له اساسي پلانونو شميرل کيږي ولسمشر د ښاري پاليسي نشتون د تيرو څو لسيزو لويه ستونزه ښودلي ويلي يي دي د يوه کلنۍ منظمي څيرنې له مخي ددي پاليسي د رامنځ ته کولو وخت را رسيدلی دی

ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د ښآرونو وضعیت څیړنې په کنفرانس کې ویلي، په بې پالیسۍ سره ښآري پراختیا ګټه نلري. دوی ویلي: په دې ډول پراختیا سره ددې پر ځای چې ښآرونه په اقتصادي ودې بدل شي د ګډ وډیو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي. ولسمشر له دې سره چې اوس مهال په ښآرونو کې خلک د انډول له مخې ویشل شوي نه دي د کابل ښار حالاتو ته یې پاملرنه اړینه وښوده.

ولسمشر ودانیز سکتور په هیواد کې مهم سکتور شودلی ویلي یې دي. ترڅو کلونو به د هغه بدلونونو له مخې چې په ښآرونو کې به رامنځ ته شي. کابل به هیوادوالو ته د ویاړلې پلازمینې په توګه واوړي. د ولسمشر په وینا: رغاونه به له دارالامانه پیل او دا سیمه به د وزارت خونو په سیمه بدله شي.

له دې سره دوی د پوځیانو لپاره دکورنو له رغاونې خبر ورکړ وویل: تر نږدې راتلونکې به امنیتي ارګانونه دکورنو خاوندان شي. له دې سره دوی ژمنه کړې چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د بیځایه شویو ستونزو هم هوارې شي. له دی سره دوی تر نږدې راتلونکې د غیر رسمی ودانیو له ثبته خبر ورکړی ویلي یې دي چې دې جایدادونو ته به شرعي قوالې ورکړل شي چې په دې سره به پانګونې ته لاره هواره شي.

په دې غونډه کې د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي چې په تیرو څو کلونو کې په ښارونو کې د خلکو ژوندانه ته دیره لږه پاملرنه شوي ده. ښاغلي نادري زیاته کړې، د آسترالیا او ملګرو ملتونو په مرسته د ښاري پراختیا پر پلان کار روان دی او په ټولو ولایتونو کې ښآري بنسټونه ځانګړي شوي دي. له دې سره پّ کابل کې د ایټالیا سفیر ښاري ستونزې یوه نړیواله ستونزه ښودلې ویلي یې دي، هیڅ هیواد نشي کولای چې له منظمو پلانونو پرته اړین پلانونه پر مخ بوځي. همدارنګه د آسترالیا سفیر له افغانستان ته د خپل هیواد همکاریو پر ژمنتیا ټنیګار وکړ

خروج از نسخه موبایل