امريکا او چين د سايبري بريدونو پر وړاندې پر همکاری او د يوه بل پر وړاندې ددي ډول بريدونو په نه تر سره کولو هوکړه کړې ده

امريکا او چين د سايبري بريدونو پر وړاندې پر همکاری او د يوه بل پر وړاندې ددي ډول بريدونو په نه تر سره کولو هوکړه کړې ده

په تیرو وختونو کې امریکايي او چینایي چارواکیو په کراتو یو بل پر دوی د سایبري بریدونو په تر سره کولو تورن کړي دي، دوی په یوه بل د امینتي او اقصتادي غلاوو تورونه هم لګولي دي.

د وروستي ځل لپاره د امریکا ولسمشر د خپل هیواد پر ادارو د چین له لوري د سایبري بریدونو په تړواو اندیښنه ښودلې وه خو په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو مشرانو پریکړه کړې چې ددې ډول بریدونو څخه به لاس اخلي او پر وړاندې به یې له یوه بل سره مرسته او همکاري کوي. دا هوکړه په امریکا کې له خپل امریکايي سیال سره د چین ولسمشر د لیدنې پر مهال شوې ده.

د امریکا ولسمشر په دې هکله ویلي:

” ما د امریکایي وګړو او شرکتونو پر وړاندې د سایبري برید په هکله خپله اندیښنه ښودلې ده او ویلي مې دي چې دا ډول بریدونه باید بند کړل شي. د امریکا دولت د سایبري بریدونو په جاسوسی کې ګډون نلري او نن اعلان کوم چې مونږ په دې برخه کې هوکړې ته سره رسیدلي یو. مونږ هوکړه کړې چې په امینتي او اقتصادي برخه کې به نه امریکا او نه هم چین ملاتړ کوي.”

شي جين پينگ ویلي : “چین او امریکا دوه لوی سایبري هیوادونه دي او مونږ باید په دې برخه کې ګټور ګامونه پورته کړو. ناسم چلند او تور پورې کول سم نه دي. مونږ دواړو مشرانو په دې لیدنه کې د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره مهمې هوکړې کړې دي.”

له دې سره د چین او امریکا مشرانو د اقلیمې بدلون په هکله چې د ګلخانه یي غازو له امله رامنځ ته شوې هم خبرې کړي دي. امریکا ته د چین د ولسمشر د سفر پر مهال امریکا له دوی څخه تود هرکلی کړی او اوباما چینایي پلاوې ته ځانګړې میلمستیا کړې وه.

خروج از نسخه موبایل