د اسلام دين د افغانان د وجود له هري برخي سره تړلی او د ټولو ترمنځ اړيکي رامنځ ته کوي ولسمشر د هيواد يو شمير ديني عالمانو سره په ليدنه کي زياته کړې دوی به د عاشورا د مراسمو په تراو له عالمانو سره مشوره وکري
ولسمشر چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عالمانو او روحانیونو کوربه وو عالمان یې د انبیاوو وارثین وښودل وویل له له عالمانو پرته اسلامي نظام په پښو نشي دریدلی
ښاغلي غني له دې سربیره چې د عالمانو قدرت او عزت د نظام قدرت او عزت دی وویل: « د افغاسنتان د شتون فلسفه د اسلام مقدس دین دی او دا دین زمونږ د وجود له هری برخی سره تړلی دی او مونږ ټولو سره اړیکې لري».
همدارنګه ولسمشر ویلي: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپل ژوندانه ته د اسلام دین په رڼا کې سمون ورکړی او د اسلام په دین کې اقتصادي ټولنیزې او قانون برخې شتون لري. ښاغلي غني زیاته کړې: د اسلام د شتون فلسفه عدالت دی د عدالت کرهنې او سوداګری له مخې نظام ته سمون ورکړل شوی دی.
په دې لیدنه کې د عالمانو سراسري شورا ریس مولوی قیام الدین کشاف وویل: عالمان له دولت څخه ملاتړ کوي، له دې سره په دې لیدنه کې ولسمشر ویلي چې د عاشورا مراسمو تر سره کولو لپاره اړین امنیتي چمتوالی په پام کې لري.
