د سوريي پوځ او وسله والو مخالفينو په دوه سيمو کي پر اوربند هوکړه کړې ده
د سوريي دولتي ځواکونو ملاتړې ډلي حزب الله ويلي اوربند په زبداني ښار او د وسله والو مخالفينو تر واک لاندي په دوه سيمو کي رامنځ ته شوی دی. بله خوا د ددې ډلې مشر سيد حسن نصرالله په نيغه توگه د سوريي په جگړه کي د روسیې له ګډونه هرکلی کری دی
د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله له المنار ټلویزیوني شبکې په په مرکه کې ویلي. د ملګرو ملتونو او ایران په منځګړیتوب د سوریې دوه سیمو زبداني ښار ګفریا او فوعه سیمو کې تر شپږ میاشتو پر اوربند هوکړه شوې ده. ددې هوکړې له مخې، وسله والو مخالفینو ته چې اوس مهال د سوریې پوځ او ددوی ملاتړو حزب الله د وسله والو له لوري کلابند شوي د وتلو اجازه تر لاسه کړي له خوا د وسله والو تر لاس لاندې په سیمو کې لس زره کسانو ته به هم اجازه ورکړل شي ترڅو د دولت تر واک لانې سیمو ته کډه شي.
په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې چې په دوه زره یولسم کال کې پیلش وې دا لومړی ځل دی چې د دولتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ داوږدې مودې لپاره اوربند رامنځ ته کیږي
