روسيه، ايران، عراق او سوريه د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزي په موخه يوه گډه اسختباراتي ادراه رامنځ ته کوي

روسي سرچينو له دي سره ددي مرکز د رامنځ ته کولو موخه دمالوماتو راټولول، د مځني ختيځ د اوضاع او ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزي څرنگوالي ښودلې ده

روسي خبري سرچینو ددې هیواد پوځي او دیپلوماتیکي چارواکیو له خولې ویلي: چې روسیه ایران عراق او سوریې هوکړې کړې ترڅو په دې سره د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې داستخباراتي مالوماتو د را ټولو یو ګډ مرکز جوړ کړي.

دا مرکز به په بغداد کې شتون ولري او تر لومړیو دریو میاشو کې به یې مشري د عراق دولت کوي. پوځي او دیپلوماتیکي سرچینو رسنیو ته ویلي: دډې مرکز د جوړولو موخه د مالوماتو راټولول، له یوه بل سره مرسته، دحالاتو څیړل، د منځني ختیڅ حالت څارنه او د داعش پر وړاندې د ترهګریزو ډولو پر وړاندې دمبارزې څرنګوالی ده. دوی ویلي: ددې مرکزې مشری د بدلون په حال کې ده او هرې درې میاشتې به پکې بدلون راځي.

دې سرچینو ویلي: ددې مرکز د رامڼخ ته کولو بله موخه د داعش په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې لپاره د هیوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول ده. د را رسیدلو ریپوټونو له مخې د عراق دولت ددې مرکز د رامنځ ته کولو پخلی کړی ویلي یې دي، دا پریکړه په داسې حال کې رامڼخ ته کیږي چې له روسیې څخه له داعش سره د جنګیالیو یوځای کیدو ډيری اندیښنې را ولاړې کړې او د ورځې پّ تیریدو سره ددوی په شمیره کې ډير والی رامنځ ته کیږي. په دې وروستیو کې روسیې له سوریې سره هم پوځي مرستې ډيرې کړي دي.

د مالوماتو له مخې دې هیواد پنځه سوه پوځي ځواکونه چې د جنګي الوتکو په ګډون په درنو او پر مختللو وسلو سنبال دي د سوریې په یوه پوځي هډه کې ځای پر ځای کړي دي. بله خوا د اروپا بهرني سیاست مشرې له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: روسیې په دې موخه چې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدو مخنیوی وکړي له دې هیواد سره پوځي مرستې پیل کړي ډي. خو بله خوا روسیه بیا وایي چې د داعش او نور ترهګرو پر وړاندې د امریکا او ناټو مبارزه ناکامه شوې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *