ملي امنیت د ملګرو ملتونو هغه ریپوټ چې ګواکي د افغانستان په پنځه ویشتو ولایتونو کې داعش وسله وال ځای پر ځای شوي رد کړی دی
ملي امنیت د ملګرو ملتونو هغه ریپوټ چې ګواکي د افغانستان په پنځه ویشتو ولایتونو کې داعش وسله وال ځای پر ځای شوي رد کړی دی
له ترهګرو د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د ریپوټ له مخې، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې شمیره مخ په لوړیدو ده. د ملي امنیت لوی ریاست واي: ډيری هغه کسان چې ځانونه د داعش پلویان بولي هغه کسان دي چې د طالبانو له ډلې سره یې په دې وروستیو کې اختلافات رامنځ ته شوي او د سپین بیرغ پرځای یې تور بیرغ پورته کړی دی او له طالبانو د بدل اخستو په موخه راوتلي دي.