په نيويارک کي له اجرايي ريس سره د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولني استازو ليدلي دي
په نيويارک کي له اجرايي ريس سره د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولني استازو ليدلي دي او په دي ليدنکو له افغانستان سره د همکاريو پر دوام ټينگار شوی دی
دا لیدنې د ملګرو ملتونو داویایمې کلیزې د غوندې په څنډه کې تر سره شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي نیکلاس هیسم سه د ښآغلي عبدالله په لیدنه کې دواړو خواوو پر سیاسي امنیتي پیاوړتیا او په افغانستان کې د موکراتیک بهیر پر تینګښت خبرې شوې دي. له دې سره په دې لیدنه کې په ټاکنیز سیستم کې پر سمون او همدارنګه په دې بهیر کې د سمون راوستلو څرنګوالي په تړوا نظرونه څرګند شوي دي، ښآغلي عبدالله په ټاکنیز سیستم کې د سمون پر دوام ټینګار کړی ویلي یې دي: د ټاکنیز سمون کمیسیون د وړاندیزونو لومړۍ برخه کې د ملي یوالي حکومت له هوکړې سره مخ شوې او اوس مهال د پلې کیدو په حال کې ده.
له دې سره ښاغلی عبدالله د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې سره لیدلې او تر اوږدې مودې یې له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده. ده د ترهګری پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا یادونه کړې ویلي یې دي، افغان ځواکونو په تیر یوه کال کې لویه آزموینه ورکړې ده. میرمن موګیرني هم د افغان امنیتي ځواکونو څخه په ستیانې سره د افغانستان ستونزه د نړۍ ستونزه ښودلې او پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.