غني: پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې یو دریځ ولري
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي په سیمه کې یو وخت د اسلامي دولت ډلې یا داعش ملاتړ شوی خو بېرته یې ملاتړ کوونکي پرې پښېمانه شوې دي.
افغان مشر دا ونه ویل چې د داعش ملاتړي څوک وو.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان په ختیځ او شمال کې له داعش سره تړلو وسله والو بریدونه کړې دي.
ولسمشر غني د پخواني واکمن حامد کرزي غوندې د ترهګرۍ په برخه کې د پاکستان د دریځ روښانتیا اصلي خبره وبلله:
“اصلي خبره دا ده، چې پاکستان باید د ترور پر وړاندې او دا چې ترور د چا لخوا ترسره کېږي یو دریځ ولري دا نه شي کیدای، چې خپل منځ کې ترور پر وړاندې ټینګ دریځ ونیسي او هغه ترهګر چې د افغانستان د بربادي لپاره کار کوي د هغو پر وړاندې بل دریځ ولري”.
