نړۍ باید د داعش پرضد خپلې هڅه هماهنګې کړي
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ایرلان ایدریسوف د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د هغو خطرونو پر وړاندې خپلې هڅې هماهنګې کړي چې د اسلامي دولت ډلې متوجه کړي دي.
ایدریسوف پرون په نیویارک کې له اسوشیېټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې قزاقستان تر دا وروستیو پورې له افراطیت او سخت دریځۍ څخه مصون و. خو ودې او سوکالي هم دې ته زمینه برابره کړې چې د دې هېواد په یوشمېر سیمو کې د لیونتوب مفکورې هم ریښې وغځوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ اټکل کیږي چې په اوس وخت کې به د قزاقستان دوه سوه اتباع په سوریه کې جنګیږي.
هغه له متحده ایالاتو، چین، روسیې او اروپا وغوښتل چې سیاسي اختلافات یوې خواته کړي او په ګډه د اسلامي دولت ډلې چې د عراق او سوریې پرډیرې خاورې کنټرول لري؛ پرمختګ په شاه وتمبوي.
