په هيواد کي د اسلامي بانکولي قانوني کړۍ بشپړه شوه د افغانستان بانک مسولين وايي هيوادوال کولاي شي له اسلامي بانکولي سيستم څخه په گټې اخستني سره په ډاډه زړه خپل بانکي حساب پرانيزي
د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال نن په یوه خبري ناسته کې وویل: د اسلامي بانکولی سیستم اتلس میاشتی وړاندې د حرکت موسسې له لوري د یو اعشاریه دوه میلیونو ډالرو په ارزښت په لاره اچول شوی وو او اوس دا بهیر پای ته رسیدلی دی. ده ویلي داسې یو بانکي سیستم چې هیوادوالو ته په دې کړۍ کې چوپړتیا وړاندې کړي شتون نلري او تر نږدې راتلونکې به دا سیستم هم په لاره واچول شي
دوی ویلي: هغه کسان چې په بانکي حساب او پانګونه کې زړه نازړه وو له دې وروسته به دا ستونزه ونلري ځکه په اسلامي بانکدارۍ کې ټول شرعي او قانوني معیارونه په پام کې نیول شوي دي
د افغانستان بانک د مسولینو په وینا اسلامي بانکولی د بانکولی له هغه سیستم څخه دی چې د اسلامي او شرعي قواعد په رڼا کې رامنځ ته شوی د سوداګری او پانګونې د ودې او د سوداګرو او نورو مشتریانو لپاره به بانکي چوپړتیا وړاندې کوي له دې سره د افغانستان بانک مسولینو د یو شمیر بانکونو له لوري د خلکو د شتمنیو هر ډول نه منل کیدلو په تړاو خبرې رد کړي دي
د اسلامي بانکولی په هکله د خلکو نه پوهاوی پور ته ددوی نه لاس رسی د قانوني پلي کیدو نیمګړتیا او په هیواد کې د بانکي همغږۍ نشتون دډې لامل شوی ترڅو د بانکولی په هکله یواځې پنڅه سلنه هیوادوال مالومات ولري او له دې چوپړتیا څخه ګټه پورته کړي.
