د سوريه لپاره د ملگرو ملتونو خانگري استازي استيفن دميستورا د سوريي له بهرنيو چارو وزير وليد معلم سره ليدلي دي

دیدار دی میستورا با ولید معلم - آرشیو

د سوريه لپاره د ملگرو ملتونو خانگري استازي استيفن دميستورا د سوريي له بهرنيو چارو وزير وليد معلم سره ليدلي دي او ددي هيواد د حالاتو په هکله يي خبري کري دي

په دې لیدنه کې د سوریې بهرنیو چارو وزیر ولید معلم ویلی ددوی په هیواد کې د ترهګری پر وړاندې هر ډول مبارزه د دولت له خوښې پرته د ملګرو ملتونو د قوانینو پر خلاف ده. ده په دې وروستیو کې د سوریې په هلکه د یوشمیر هیوادونو له لوري د ویانا په ناسته نیوکه وکړه وویل په دې ناسته کې د هغه هیوادونو لپاره هیځ ډول فشار په پام کې نه دی نیول شوی کوم چې اوس هم له ترهګرو ملاتړ کوي.

ولید معلم د ترهګری په تړواو د ملګرو ملتونو د پریکړې د پلې کیدو او په سوریه کې داوربند غوښتنه کړې ده. ده ژمنه کړې چې هیواد به یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارې په هکله د ملګرو ملتونو له پریکړو ملاتړ کوي. بله خوا له دې هیواده د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د دولت وسله وال مخالفینو له اسیرانو څخه د سپر په توګه کار اخلي بله خوا د القاعدې مشر ایمن الظواهری له مذهي وسله والو ډلو څخه غوښتي ترڅو په خپلو کې له جګړو لاس واخلي د روسیې امریکا او یو شمیر نورو ډلو پر وړاندې یو لاس شي.

خروج از نسخه موبایل