د «بې پولې ډاکترانو» سازمان وايي په سوريه کې پر روغتون توغندي ويشتل شوي دي

د «بې پولې ډاکترانو» سازمان وايي په سوريه کې پر روغتون توغندي ويشتل شوي دي

د «بې پولې ډاکترانو» ټولنه وايي چې د نوامبرپر ۱۹ نيټه د پلازمېنې د مشق په څنډو دايبرين په ښار کې د بريد پر وخت پر روغتون چې ددوی ملاتړ د ځانه سره لري توغندي لګيدلې دي ،چې په پائيله کې ددغه روغتون دوه تنه وژل شوي اود روغتياپالانو په ګډون شپږتنه نور ټپيان شوي دي.

ددغې ټولنې مطبوعاتي دفتر وايي چې دوه توغندي د صحرايي روغتون په دروازه کې هغه وخت ولګيدل چې نوې ناروغان ددرملنی دپاره روغتون ته راغلي وو. او عاجلو مرستو ته يي اړتيا لرله. دروغتون ودانۍ اويو امبولانس ته زيان اوښتی دي. له هغه وروسته چې دوه مستعد او وړ داکتران سخت ټپيان شول دغه تړلې ټولني ته د لاسرسي او د بمونو د چاودنې له کبله د روغتيا پالانو شمير کم شوي دي».- دامطلب ددغه سازمان اجرايوي مدير برايس دي لس واينز څر ګند کړی دي.

خروج از نسخه موبایل