د کندهار ولايت پر مقام د پلان شوي بريد مخه ونيول شوه او په يوولسو ولايتونو کې يوولس وسله وال مخالفين وژل شوي دي
د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفينو د مشهور قوماندان ملا بزرګ دوو کسانو لعل محمد او سردار غوښتل چې د کندهار د ولايت پرمقام بريد وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((دغو کسانو غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده زرنج ډوله موټرسايکل چې له نورو چاودېدونکو توکو سربېره په کې د توپ ۷ فيره مرمۍ هم ځای پر ځای شوې وې د کندهار ښار د عيدګاه دروازې ته ورسوي او بيا د کندهار ولايت پر مقام چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.))
خبرپاڼه زياتوي چې د دې کسانو په نيولو کېدو سره د يوې خونړۍ پېښې مخنيوى شوى دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ساعتونو کې ١١ وسله وال مخالفين وژلي او يو تن يې ژوندى نيولى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، غزنی، خوست، پکتيکا، سمنګان، تخار، کندوز، فارياب، زابل، کندهار او هلمند ولايتونو په اړونده سيمو کې وژل شوي دي.
د سرچينې په حواله، په يادو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت د ټينګښټ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.