په هند کې په ترافيکي پيښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي

په هند کې په ترافيکي پيښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي

لږ تر لږه ۱۸ تنه هغه وخت ووژل شول او ۱۶ تنه ټپيان شول چې د هند په شمال –لويديځ د راجستان په ايالت کې يو پيکپ مو ترد پارک شوي لارۍ موټر سره ټکر شو.دامطلب NDTV. تلويزونې چينل ور کړی دي.

« پيکپ موټر د پارک شوي لارۍ موټر سره ټکر وکړ چې په نتيجه کې ۱۴ تنه ووژل شول. چې د وژل شووکسانو په جمله کې ۱۱ ښځې دي اونو ر څلور کسان چې زيان ورته اوښتی وو، روغتون ته په لاره مړه شوي دي».

دامطلب تلويزيون د پوليسو له قوله ورکړی دي. په پیکپ موټر کې کارګران وو چې د کار وروسته د خپلو کورونو پر لور روان وو. ځايي چارواکو ويلي چې د ټپيانو او وژل شوو کسانو د کورنيو سره مالي مرسته کوي.

خروج از نسخه موبایل