په ترهګریز ګواښ کې اټومي خطر
روسیه او امریکا متحد ایالتونه باید د اټومي ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره داسې ټلواله جوړه کړي، چې د «اسلامي دولت» او د نورو ترهګریزو ډلو ټپلو لاسته، د راډیو اکتیفي توکو د ورتللو مخنېوی وکړای شي
.
دا د اټومي وسلو د نه خپرېدا د مسألو په تړاو د روسیې او امریکا د هغه کنفرانس د ګډونوالو غږ دی، چې په واشنګټن کې پایته ورسېد. د دغه کنفرانس برخه وال په دې کې په یوه خوله وو، چې په داسې شرایطو کې، چې روسیې او امریکا متحدو ایالتونو پر اټومي وسلو د څار او کنټرول په ساحه کې خبرې اترې په واقعیت کې پرې کړي، د اټومي ګواښ د خپرېدون ګواښ ریښتوني بڼه غوره کوي.
په واشنګټن کې په پرون پایته رسېدلي کنفرانس کې د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو مخکښو کارپوهانو ګډون کړی وو. دغه کنفرانس د لیوکسمبورګ د اټومي ګواښ مخنېوۍ جرګې د «د اټومي ګواښ د کمولو نوښت» نومې له بنسټ سره په ګډه تنظیم کړی وو، چې په دې وروستیو کالونو کې د اټومي وسلو د څار او کنټرول د مسألو په تړاو تر ټولو ستر او معتبر کنفرانس وو. د دغه کنفرانس په اډانه کې شوي بحثونه، د اټومي وسلو د نه خپرېدون د مسألو په تړاو د خبرواترو یوه له هغو ډېرو لږو کړکیو څخه ده، چې د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د مخامختیا په فضا کې هم ساتل شوي دي. په هغه سرمشریزه کې له ګډون کولو څخه د مسکو ډډه کول، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر د ادارې تر پاملرنې لاندې د اټومي امنیت د مسألو په تړاو د راتلونکې کال د مارچ په پای کې په واشنګټن کې جوړیږي، د نړیوال امنیت په کیليیزو مسألو کې د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د ګډې ژبې د نه شتون یو بل پخلی شو.
د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د نړیوال اقتصاد او بین المللي اړیکو د انستیتوت د بین المللي امنیت د مرکز مشر الکسې ارباتوف وایي، چې د مسکو دغه ډول پرېکړه تر اوبو لاندې د پټ شوي غره یوازې راوتلې څوکه ده. د اټومي وسلو د نه خپرېدون او پر وسلو باندې د څار او کنټرول په ساحه کې د شته پرابلمونو نوملړ ډېر اوږد دی. اکاډیمسن ارباتوف وویل چې د اټومي وسلو د نه خپرېدون په اړه په سږ کال جوړ شوي کنفرانس کې ناکامي (د کنفرانس په وروستي پړاو کې د کنفرانس د پایلو په تړاو ګډه اعلامیه تصویب نشوه)، د اټومي ازمایښتونو د هراړخیزې او بشپړې بندونې په تړاو د تړون د لاسلیک کېدا د شونتیا ناروښانتیا (امریکا متحد ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو دغه تړون تراوسه پورې نه دی تصویب کړی)، او همدارنګه په اروپا کې د توغندیز ضد ډال د امریکایي سیستمونو د ځاي پرځای کولو او د «ستراتیژیکي یرغلیزو وسلو د کمولو د دریم تړون» پر ځای، چې نن نشته، د نوي تړون د چمتو کولو په مسألو کې د ګډې ژبې نشوتوالی هم د پرابلمونو په همدغه نوملړ کې دي. الکسې ارباتوف دا ګېله هم وکړه، چې د نان-لوګار د پروګرام پر بنسټ د اټومي توکو د خوندیتوب په ساحه کې د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ همکاري دوه کاله پخوا درول شوې او د دغه پروګرام پر ځای جوړ شوی تړون تر اوسه پر کار نه دی اچول شوی.
د یادولو وړ ده، چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د فعالیت زیات تودېدو او پراخېدو ته په کتو، د دې شونتیا شته، چې اټومي ګواښ د بیخي نوي څرنګوالي نوې لوړې پوړۍ ته وخېژي. د «اټومي ګواښ د کمولو نوښت» نومې د بنسټ اجراییه مدیر، پخواني سناتور سېم نان خبرتیا ورکړه، چې «د اوس مهال معمأ په دې کې ده، چې په نړۍ کې د اټومي وسلو د زېرمو له کمېدو سره سره، د دغې وسلې د کارېدا ګواښ زیاتیږي». ده له امریکا متحدو ایالتونو او روسیې وغوښتل، چې د دې لپاره خپلې هلې ځلې سره یوموټی کړي، چې د ولسي خلکو پر ضد د سختدریځه افراطي اسلامپالو له خوا د اټومي وسلو د کارولو هر ډول هڅې شنډې کړي. د ښاغلي نان له خولې د اټومي توکو قاچاق تر ټولو ستر ګواښ دی او زیاته اندېښنه راپیدا کوي. او په همدې تړاو یې له مسکو او واشنګټن څخه وغوښتل، چې له نورو هېوادونو سره هم، د هغو اټومي توکو په ساتنه کې مرسته وکړي، چې دوی یې لري.
د بحثونو د تړلې برخې په بهیر کې د غونډې امریکایي برخه وال له سوریې څخه د کیمیاوي وسلو د زېرمو په اېستلو کې د روسیې او امریکا د همکارۍ د تجربې یادونه هم وکړه. ده وویل: «د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر سناتور لوګار ته ټلیفون وکړ، او د ټلیفون په دا بله ورځ تام دونیلون، چې هغه مهال د ملي امنیت په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر سلاکار و، او د ده ساري د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشېف د سوریې په تړاو مخفي ګروپ جوړ کړ او همدغه ګروپ د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو مشرح پلان جوړ کړ. او دا د دې ویندوی دي، چې د ارادې په شتون کې مسکو او واشنګټن د هرې مسألې پر سر ګډه ژبه پیدا کولای شي». په پای کې دا هم د یادولو وړ ده، چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو په له منځه وړلو کې د همکارۍ مفکوره لومړی روسیې وړاندې کړه.