عربي ټولني په عراق کي د ترکيي ځواکونو ځای پر ځای کيدل غندلي

عربي ټولني په عراق کي د ترکيي ځواکونو ځای پر ځای کيدل غندلي او دايي پر عراق تيري ښودلی دیis

ددي ټولنې مشر له انقري غوښتي ترڅو خپل سرتيري له عراقه وباسي بله خوا د عراق لومړي وزير حيدر عبادي ويلي ترکيه د سوريي او عراق د تيلو د قاچاق په مرکز اوښتې ده

د عربي ټولنې لوی منشي نبیل العربي په قاهره کې د ددې ټولنې د غونډې پر مهال ویلی: د عراق په شمالي موصل ښار په څنډو کې د ترکیي سرتیرو مداخله ښکاره تیری دی او عربي ټولنه د ترکیې دا ګام غندي. العربي په بیړې سره د عراق له خاوري د ترکي سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ده.

تر یو سل پنځوسو ترکي سرتیري تیره اونۍ عراق ته د ننه شوي دي. د عراق حکومت د ترکیې دا ګام تیری ښودلی او له دې هیواد څخه یې ژر تر ژره د خپلو سرتیرو د ایستولو غوښتنه کړې ده.

بله خوا ترکیه ووایي: ددوی سرتیري د کرد اقلیمي حکومت سره د هوکړې له مخې دې سیمې ته استول شوي دي. د عراق بهرنیو چارو وزیر ویلي: مخکې له دې چې عراقي ځواکونه لاس په کار شي باید ترکیه خپل سرتیري له دې هیواده وباسي.

ابراهيم جعفري – ” مونږ د ګاونډی به توګه له ترکیې سره خپلې اړیکې پر ځای ساتو خو پر خپله خاوره تیری نشو زغملی. عراق ته د دولت له خوښي او له دوی سره له مشورې پرته د بهرنیو سرتیرو استول د منلو وړ نه دي ترکیه باید تر ټاکلې نیټې مخکې له دې چې عراقي سرتیري لاس په کار شی باید خپل ځواکونه له دې خاورې وباسي

خروج از نسخه موبایل