تركيه كې د كښتۍ ډوبېدو پېښه، ۱۸ مړه د ترکيې ايجين سمندرګي کې د غير قانوني کډوالو د بېړۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي دي.
تركي رسنۍ وايي، اروپا ته د غير قانوني کډوالو يوه بېړۍ، چې ۳۲ کسان په كې سپاره وو، د ترکيې سواحلو ته نږدې بودرم سيمه کې ډوبه شوې، چې ۱۸ تنه په
ترکي سمندري ژغورنکې ډلې ويلي، چې په مړو شوو كسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ترکيې او يونان سواحلو کې د غير قانوني کډوالو د لسګونو بېړيو ډوبېدو له كبله ځاني تلفات اوښتي دي.