په سوریی کی د روسیی موخه د «داعش» د پراختیا مخنیوی دی. دغه څرګندونی په اروپایی ټولنه کی د روسیی استازی ولادیمیر چیژوف کړی دی. نوموړی وویل، چی په تروریستی ډلو ټپلو سترګی پټول په کار نه دی.
د دی لپاره چی نړیوال په دی باوری کړل شی، چی د تروریزم سره په ګډه مبارزه وکړی، روسیه د وخت او انرژي پروا نه لری او د دی لپاره چی تروریزم له منځه ویسی د هرډول ښوونتیاوو څخه کار اخلی او هر وخت خپله تګلاره نوی کوی. سر بیره پر دی مسکو بله اساسی دنده هم په غاړه اخیستی او هغه د تروریستانو په ا
روسیه ډیره ښه پوهیږی، چی په سوریی کی عملیات ډیر جدی او مهم دی، له همدی امله د روسیی د هوایی ځواکونو او پیلوټانو د کار د اغیزمنو پایلو په هکله خبر هم ډیر ارزښت لری؛ د تروریستانو وسله تونونه، ګدامونه، د قوماندی ځایونه او ځواکونه له منځه تللی دی. په لویدیځ کی د روسیی د عملیاتو څخه د داسی پایلو هیله نه وه. په لومړی ګام کی: دا ځکه چی د ډیری مودی راپه دیخوا روسیی ته په منځنی ختیځ کی د اساسی لوبغاړی په سترګه نه کتل کیدل.
دوهمه؛ دا چی لویدیځ په خپله په یو ډول کیسو کی ښکیل شو. خو تر ټولو ډیره مهمه د روسیی د عملیاتو لوړه کچه ده. د جیوپلیتیکی ستونزو د اکاډمی منشی آرایک ستیپانیان په دی هکله د رڼا اچولو په ترڅ کی زیاته کړه:
«روسیه خپل کار د کشف او کره معلوماتو وروسته چی د هوا او ځمکی له لاری یی د سوریی د پوځیانو څخه تر لاسه کوی، د زرګر په کچه او په کره توګه تر سره کوی. دا هم باید په پام کی ونیول شی، چی که چیری، یوه عادی تیروتنه وشی نو امریکایان به ددغی تیروتنی څخه یوه ډیره غټه پیښه جوړه کړی او وایی به چی دا دی روسان په ملکی وګړو بمباری کوی».
داسی فکر چی ګواکی دغه عملیات به په نژدی راتلونکی کی پای ته ورسیږی، سم نه دی، د تروریستانو پر ضد د روسیی عملیاتو سره د غبرګون له مخی څرګنده ده، چی په سیمه کی دوه ډوله لید لوری شتون لری. د یو لید لوری له مخی داسی ښکاری چی لویدیځ نه غواړی په سیمه کی تروریستان له منځه ولاړ شی. نو ځکه خو هم ددغی ډلی هیوادونو لپاره د روسیی دریځ چی د سوریی رسمی چارواکو سره د تروریزم په له منځه وړلو کی ملاتړ او مرستی کوی، د منلو وړ نه دی. په دی هکله آریک ستیپانیان وایی:
«وګوری روسیه د چا سره همکاری کوی — د هغه چا سره چی په رسمی توګه چارواکی پیژندل شوی دی او امریکایان د چا سره، د ګاونډیانو او د هغو سره چی د تروریزم مالی ملاتړی دی لکه ترکیه، قطر او سعودی عربستان سره چی د سوریایانو او عراقیانو سره هیڅ کومی اړیکی نه لری، خو بیا د تروریستانو سره اړیکی لری. د تروریزم سره یواځی رسمی چارواکی په مبارزه کی دی او د هغوی سره باید په دی لاره کی چی تروریزم له منځه ولاړ شی مرستی وشی، دا چی له دغو حالاتو څخه څخه ترکیه ګټه اخلی نو ځکه ترکیه په هیڅ ډول له دی سره موافقه نه ده او هیڅ کله به دا ونه منی چی روسیه دی پر«اسلامی دولت» بریالی شی. د «داعش» پرضد د مبارزی په پلمه ترکیه د کردانو سیمی بمباری کوی او خپلو جیوپلیتیکی موخو ته ځان رسوی. د «داعش» ډلی څخه په ارزانه بیه نفت پیری. نو څنګه به د دغو ګټو څخه لاس په سر شی؟».
خو دا ټول د هغی مبارزی سره چی روسیه یی د تروریزم پر ضد پر مخ بیایی او مسکو نورو هیوادونو ته بلنه ورکوی په کی برخه واخلی، لږی اړیکی لری. د بریا په موخه باید هیوادونه سره یو او خپلی کړنلاری سره همغږی کړی او روسیه بیا هم چمتو ده، په دی برخه کی اساسی او کلییز رول په غاړه واخلی. د سانکت پیتر بورک د دولتی پوهنتون د علومو ډاکټر الکساندر سوتنیچینکو د دغو څرکندونو په دوام کی زیاتوی:
«په دغو عملیاتو کی د روسیی لپاره د بریالیتوب یواځینی چانس د متحدینو او د ایران سره ټینګه همکاری او همغږی ده. او روسیی څو ځلی دا خبره له دی مخکی هم کړی، چی یواځی هوایی بمباریو سره په سوریی کی «داعش» باندی بریا تر لاسه کولای نه شو. نو ډیرو حریفانو به اوسمهال ویلای چی نو څنګه تاسی یواځی د هوایی بمباریو سره غواړی بریالی شی، په داسی حال کی چی تاسو په خپله ویل چی، یواځی د هوایی بمباریو سره په «داعش» بریالی کیدل ښوونی کار نه دی. خبره په دی کی ده، چی مونږ د هوا له لاری چی ډیر پرمختللی هوایی تخنیک او ځواک لرو دغه عملیات په هر اړخیزه توګه او پیاده عملیات د اسد وسله وال پوځ، ایرانی متحدین او د لبنان، حزب الله پر مخ بیایی. دا په دی معنا چی هر ډول ځواکونه په دغو عملیاتو کی برخه لری خو د بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره مهمه خبره دا ده، چی مونږ باید په خپل منځ کی همغږی ولرو.
په سوریی کی عملیاتو دا په ډاګه کړه، چی روسیه په سوریی کی دوی موخی لری؛ د قانون ملاتړ او د خلکو د ژوند لپاره د ښو شرایطو برابرول دی. دا چی سوریه دا دواړه غواړی او په کلکه یی ملاتړلی ده خو بیا ډیر داسی هیوادنه شته چی له دغو موخو او دغو پایلو سره موافق نه دی او تر خپل وس به هڅه وکړی چی په دی لاره کی روسیی ته خنډونه جوړ کړی.