ننګرهار حصارك كې بې پيلوټه بريد، ۱ وسله وال مړ، ۳ ټپيان
ننګرهار حصارك كې بې پيلوټه بريد، ۱ وسله وال مړ، ۳ ټپيان د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه برید په پایله کې د دولت څلورو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفترویلی چې
یاد برید پرون شاوخوا ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ د (زنګانې اوبو او قدرخیل) ترمنځ سیمو کې شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې برید کې د دولت ۱ وسله وال مخالف وژل شوی او ۳ تنه نور یې ټپيان دي.
د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.