بیجینګ کې لوېدیځوالو ته د ممکنه خطر په اړه خبرداری

د بریتانیا او امریکا متحدو ایالتونو د کرسمس ورځو کې د چین پلازمېنه بیجینګ کې لویدیځوالو ته د متوجه ممکنه خطر په اړه خبرداری خپور کړی دی0E48BFC2-1374-4974-83EE-58BEEDD34ECD_w640_r1_s.

برتیانوي او امریکايي چارواکي وايي دوی په سانلیتون بازار کې د ممکنه خطر په اړه معلومات تر لاسه کړي دي، چې د څښاک ځایونو یو مهم مرکز او له ګڼې ګوڼې ډک سوداګریز ځای دی دی.

د فرانسې او اسټرالیا حکومتونو هم خپلو خلکو ته ویلي، چې غافل نه شي.

بیجینګ پولیسو د ژیړ رنګ کچ امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

چین کې د امنیتي خبرداري څلور رنګه سیسټم کې ژیړ رنګه خبرداری د ټیټې کچې دویمه درجه خبرداری بلل کېږي.

د دولتي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې دې سره په سوداګریزو مرکزونو کې د امنیت لپاره نور اقدامات وشي او د خځلو یو ځای کولو ځایونه به له هرو ۳۰ دقیقو وروسته یو ځلې پلټل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ په سانلیتون سیمه کې د معمول پرتله ډېر پولیس تر سترګو کېدل او د مارکیټونو مخې ته په وسلو سمبال پولیس ځای پر ځای شوي وو.

په یوه مایکرو بلاګ پیغام کې چینايي چارواکو لیکلي، چې د بیجینګ لویو او منځني کچ سوداګریزو مارکیټونو کې یې د امنیت خوندیتوب په موخه ژیړ رنګه خبرداری خپور کړی دي.

د پلازمېنې چاویانګ سیمې په سانلیتون کې ګڼې شرابخانې او رسیستورانتونه دي، چې ډېری مشتریان یې بهرنیان دي.

خروج از نسخه موبایل