په بهرنيو چارو كې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار وايي، چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو غونډه به راتلونکې ميلادي مياشت په اسلام اباB7509F6E-7462-439B-97F3-40DE80EA9696_cx0_cy11_cw0_mw1024_s_n_r1د کې جوړه شي.

سرتاج عزيز د چهار شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې د جنوري له لسمې تر پنځلسمې نېټې پورې به لومړۍ غونډه په اسلام اباد کې وشي.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې به د امريکا د متحدو ايالتونو، چين، پاکستان او افغانستان چارواکي ګډون ولري او په دې اړه روانه مياشت په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس ترڅنګ د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف په کتنه کې موافقه وشوه.

د سې شنبې په ورځ د جمهور رئيس غني د دفتر يوه چارواکي وويل، چې افغانستان ته د پاکستان د پوځ د لوى درستيز راحيل شريف د يکشنبې د ورځې د سفر په لړ کې موافقه وشوه، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په هدف غونډه به راتلونکې اونۍ په کابل کې وشي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم راتلونكې اونۍ په كابل كې د يادې غونډې د جوړېدو خبره كړې وه.

افغان چارواکو تراوسه د سرتاج عزيز د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *