د کابل ماښامنی چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي

افغان چارواکي وايي په کابل کې دوه کسان په يوۀ رستورانت بريد کې وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي ديKabul-suicide-attack.

د تايمني سيمه کې په نښه شوى دا رستورانت يوله هغه محدودو رستورانونو څخه دى چې اوس هم د بهرنيانو لخواکارول کېږي. چاودنه دومره لويه وه چې اغېزمن شوې سيمې کې يې د ځينو کورونو ښېښې هم ماتې کړې دي .

طالبانو ددې بريد مسوليت په غاړه اخيستى دى. بريد کې يو فرانسوى رستورانت په نښه شوى وو.

يوه پوليس چارواکي بي بي سي ته ويلي دي چې ټول قربانيان ملکي وگړي وو . فريدون عبيدي بي بي سي ته وويل چې يو بريد گر ژوندى نيول شوى دى . له بريد وروسته امنيتي چارواکو له سيمې ملکي کسان خوندي ځايونو ته وويستل

په دې وروستېو کې طالبانو کابل کې د بهرنيانو لخوا کارېدونکو ځايونو باندې خپل بريدونه تېز کړې دي .

تېره مياشت شپږ کسان په کابل کې په يوه مېلمستون بريد کې چې د اسپانيا سفارت سره نزدې وو وژل شوي وو. دوى څخه دوه يې د اسپانيا وگړي وو.

خروج از نسخه موبایل