دایران اوافغانستان ډیری ګډې دیپلماتیکي اړیکې لري چې دنړی ټولو هیوادونو ته مهمه ده او دا لړی افغانستان ته یو خاص اهمیت لری اوهیوادونه هځه کوی دا اړیکی له کاونډی هیوادونو سره اړیکی ښی کړی له ګاونډیو هیوادونو سره ښه اړیکی ددی له امله ښی دی چی مشترک پولی او مواصلاتی لاری لری له ښه ځانکړتیا ځخه برخمن دي خو دافغانستان لپاره د کانوډیو هیوادونو هم مرزه او هم مشترکه مواصلاتی لاری له دوو هیوادو په ځانکړی توګه ایران سره نور مشترکونه هم لری چی دا اړیکی نوری هم سره ښی کولی 
افغانستان له ایران سره ۹۷۸ کیلومتره پوله لری ترځنګ دی دواړو هیوادو ژبه، فرهنګ، دین، دود هم مشترک لری چی هر یو یی کولای شی په دی اړیکوکی ښه رول لوبولی شی دافغانستان اړیکی له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه له ایران سره له ځو اړخونو ښه اهمیت لری په ایران کی د افغانستان ډیری اوسیدونکیو شتون او دایران سره د ګډی پولی له کبله د سره لښکر شوروی دشتون له کبله دا هیواد دافغانستان ډیری کډوالی دسره لښکر اودطالبانو را تک نه وروسته دیرش سلنه وګړی ګاونډیوهیوادونو ته کډوال شول او ور تیله شول به دی لړی کی په ایران کی دافغان مهاجرو کډوالو شمیره ۵ اعشاریه ۲ میلیونه کسان وو یواځی لس سلنه کډوال په اردوګاه کی وو او نور یی په ښارونو کی په کار باندی په ایران کی بوخت او په غیر تخصصی ډول یی په ایران کی کډوال په کلیو کی ایران تر سره کول او تصدی کول
افغان کډوال په ډیری ښه توګه په ایران کی دي کار سره یی افغان کډوال کولی شول خپلو زدکړو ته دوام ورکړی اوتخصص لاسته راوړی په هر صورت په ایران کی دافغان کډوالو په ایران کی دزرده کړو بهیر مخته وړل له ایرانی چارواکیو له لوری سخته شوه خو دوه حکومتونه باد له طالبانو حکومت ځخه په ځانکړی توګه ملی یوالی حکومت ډیره هځه وکړه ترځو له ایران سره دافغان کډوالو په برخه کی ښی اړیکی ونیسی
دا خبر داړیکو دټنګښ له امله دایران مذهبی مشر آیت الله خامنه ای له فرمان وروسته دسګ کال دثور میاشتی پوری دافغان کډوالو ماشومانو دزده کړی لپاره نتیجه ورکړه او ددی هیواد سره دتنګښت په حال کی دی سړتیا او ګرمی دافغان حکومت او ایران دولت ترمنځ له هغه ځخه وروسته سړی اړیکی رامنځ ته شوی کله چی په مزارشریف کی دایرانی دیپلوماتیکی کسان ووژل رامنځ ته شول
او دا لړی تر حامد کرزی حکومت پوری وغځیده خو په دی وروستی لسیزه کی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی بیرته ښه شوی دا په دی مانا ده چی ایران دافغانستان او عراق په مسایلوکی حاضر شو له امریکا سره په یوه میز کی سره کیناستل اوپه افغانستان کی دنظامی بهیر کی مرسته وکړی امریکا او ایران چی تروریزم یی ګډ دښمن دی او دوی ته لوی کواښ شمیرل کیده دافغانستان دیوه ښه راتلونکی په برخه کی ټینګار وکړ
په تیره یوه لسیزه کی دایران مرسته ددی لامل شوه چی افغان دولت هم هځه وکړه چی ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته وده ورکړی ده هم هځه وکړه چی دافغانستان له خاوری ځخه نورو ګاونډیو هیوادونو ته په ځانګړی توګه ایران ته کواښ ونه اوسیږی
ایران اوافغانستان پخوانی کلتوری او فرهنګی اړیکی هیځ کله نشی کولی چی په پراخه توګه وده ور نه کړی
ځکه چې دا پراخې اړیکې تر کومه کولای شي چې د دولت له کړیه بهر ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي او ددې اړیکواهمیت وساتي . دواړه هیوادونه پراخې اوپرمختللې اقتصادي کلتوري او سیاسي اړیکي لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لویې ستراتیژیکي همکارۍ را نغاړي خو ددوی په منځ کې دا سې کسان هم شتون لري چې دوی ته نه د افغانستان او نه هم د ایران اړیکې مهمې دي هغه څه چې دوی ته اړین او مهم بریښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ داړیکو خرابوالی ترینګلتیا او ګډوډی ده. ترڅو له دې لارې خپلو موخو ته سره ورسیږي او هغه هدف تر لاسه کړي کوم چې د دوی لپاره ډير مهم دی.
همدرانګه له نشه یي توکو سره مبارزه یوه بله برخه ده چې د دواړو هیوادونو ګټو ته یې زیان رسولی دی او دواړه هیوادونه یي په یوه لیکه کې درولي دي. دې ته په کتو سره چې ډیری نشه یي توکي دافغانستان په سویلي ولایتونو کې کرل کیږي. ایران اوس په دې هڅه کې دی ترڅو خپل هیواد ته د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د کابل له مسولینو سره نږدې اړیکې ولري او په دې سره ایران ور پسې ترکیې او د نړۍ نورو هیوادونو ته یې د قاچاقو مخنیوی وکړي.
دافغانستان او ایران په حوزه کې ګواښونه او فورصتونه چې ګډ دي شتون لري او دا ستونزې ته د رسیدنې په موخه دواړه هیوادونه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
ترهګري او بنسټپالی په تیرو او اوسنیو وختونو کې له دواړو هیوادونو ډيری قرباني اخستې دي او اوس هم دا ښکارنده د دواړوهیوادونو پر وړاندې له ګډ ګواښ څخه شمیرل کیږي. له ناټو او امریکا سره په تیرو لسو کلونو کې د ایران همکاري هم له همدي مخې وه. کې دې ته پّ کتو سره د هیواد امنیتي سرتیرو ظرفیت وړتیا او میړانې او همدارنګه د ګاونډي هیواد امینتي ځواکونو پرمختګونو ته په کتو سره، چې اوسمهال د د واړو هیوادونو امینتي سرتیري او بنسټونه دودې او پرمختګ پ حال په خپلو منځو کې د همکاری او له یوه بل څخه د ملاتړ له مخې کولای شي ددې ګواښ مخنیوی وکړي.
او د دواړو هیوادونو اوسیدونکو ته له هیله مندیو ډکه راتلونکې راولي.
له بلې خوا، ایران هم د خپلو لویو ګټو لپاره لکه د سیاسي او امنیتي تضمین کلتوري صادراتي پانګونې او نورو برخو کې د افغانستان همکاری او ملاتړ ته اړتیا لري . د اقتصادي اړخه افغانستان او ایران د ګډو ګټو او پرمختګ لپاره د ودې په موخه د همکاریو ښه فورصت لري. د مرکزي آسیا له سویلي سیمو سره نښلول، دایران له پخوانیو خوبونو څخه شمیرل کیږي. او دې هیواد په دې وروستیو کې هڅه کړي تر څو دا سیمې د افغانستان له لارې او دافغانستان په همکاریو سره یو ځای کړي ایران هڅه کړي ترڅو د دې هیواد شمالي هیوادونه دافغانستتان له لارې سره یوځای او ونښلوي.
له بلې خوا، افغانستان هم د پاکستان بندرونوته د ډيرې اړتیا له مخې او په ډې برخه کې ډيری ستونزې د بدیلې لارې په هیله او تمه دی چې دا پّ ځپله تر ټولو نږدې او لږ لګښته لاره شمیرل کیږي او په دې لاره افغان سوداګری کولای شي په ښه او هوسا توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. که څه هم سوداګریزې اړیکې یو اړخیزېاو د ایران په ګټه دي ځکه د سوداګریزې دوه میلیاردو ډالرو له سوداګرۍ څخه یواځې پنځه سوه میلیونه ډالره د افغانستان له برخې څخه شمیرل کیږي او پاتې نور یعني یو نیم میلیارده ډالرو سوداګریزکچه د ایران په ګټه ده. خو له ایران سره د ترانزیتي لارو غوره کول د ملي یوالي حکومت د مشرانو تر ټولو مهمه او ښه پریکړه ده. دې ته پّ کتوسره او د دواړو هیوادونو داړیکو پراختیا ته په پاملرنې سره د ملي یوالي حکومت مشرانو یعني ولسمشراو اجرایي ریس د روان کال په لړ کې ایران ته سفرونه درلودل اوددې سفرونو په لړ کې یې د دواړو هیوادونو ګډو ارزښتونو ته نغوته کړې ده. په دې وروستیو کې اجرایي ریس عبدالله عبدالله ایران ته سفر کړی او له ایراني چارواکیوسره له چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو د ګټې اخستنې په هکله خبرې کړي دي ترڅو دا په ډاګه شي چې په دې فعالیت سره افغانستان او یران چې دوه ګاونډي هیوادونه دي کلتوري او نورې اړیکې به یې لا پسې بریالی او روښانه شي.