د بشر حقونو یوه فعال، اسرایل د پآریس په بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی ویلي یې دي: اسرایل له دې امله چې د اروپایي ټولنې له لوري ددوی پر توکیو بندیز لګیدلی وو قهر جن شوی او دبدل اخستو لپاره یې یو شمیر نورو کړیو په مرسته په پاریس کې دا ترهګریز بریدتر سره کړی دی.
داروپایي خبري آژانس آوډنیوز دریپوټ له مخې، د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکي یوه ګوند مشر «مری مری هیوز ټامسون، ویلي چې د پاریس په بریدونو کې چې له
هیوز ټامسون چې اسرایل د پاریس په پیښه کې په لاس لرلو تورنوي وایي څه موده وړاندې یې هم د شارلي ایبدو مجلې پر دفتر د برید پّ هکله ویلي وو: مونږ نشو کولای د موساد غلطو اوغلونکیو مالوماتو ته چې د ټولیزو افکارو د بدلون په موخه خپریږي پاملرنه وکړو. همدارنګه د فلسطیند خپلواکۍ غوښتنې یوه بل غورځنګ مشر ګرتا برلین، چې ددې ځانګې د بشری حقونو په برخه کې کار کوي مخکې له دې د شارلي ایبدو پر مجلې په برید کې اسرایل په لاس لرلو تور کړی ویلي یې دي: موساد پر شارلي ایبدو برید کړی، دوی هڅه کړې ترڅو عمومي افکار بل لوري ته وګرځوي او فرانسې ته یو سخت ګزار ورکړي. اسرایلو مخکې له دې هم فرانسې ته خبرداری ورکړی ووچې د فلسطین ګټې ته به د فرانس رایه به ددوی لپاره له ګواښه ډکې پایلې ولري اوس نوو یو څلور کلن ماشوم هم په دې پوهیږي چې ددې بریدونو مسولیت به د چا پرغاړه وي.