پاکستان یو کال وروسته له خپلی خاوری د ناټو ترانزیت بیا پیل کړ
پاکستان د یو کال تفریح وروسته افغانستان ته له خپ
د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ ز- ل کال پوری د پاکستان د شمال لویدیزو سیمو څخه چی په افغانستان کی د ناټو د ټلوالی پوځیانو لپاره د خوراکه توکو، د سوند او نورو لوژیستیکی اکمالاتو یواځینی ځمکنی دهلیز وو، ډیر زیات وخت په قبایلی سیمو کی د سخت دریځو ډلو ټبلو لخوا تر بریدونو لاندی راتلل.
د ۲۰۱۴ ز- ل کال په وروستیو کی د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو پیل سره د اکمالاتو پر مخ دغه لاره هم وتړله شوه. د پاکستان چارواکو په دی هکله؛ چی ولی دغه لاره بیا له سره پرانستل شوه، څه ویلی نه دی.