د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې سیمه ییز چارواکي وایي، د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله څلور ماشومان وژل شوې دي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند فرید دهقان ویلي، په دوی کې درې ماشومان سره ورونه وو او څلورم یې د تره زوی و.
ښاغلي دهقان همداراز ویلي، د هاوان مرمۍ هغه مهال وچاودېده چې دغو ماش
که څه هم دغو ادارو په تېرو څو کلونو کې د دې ماینونو د شنډولو لپاره هڅې کړې دي، خو لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې ناچاودې مرمۍ او ماینونه شته چې د خلکو ژوند ته جدي ګواښ دی.
د افغانستان دولت او ماین پاکوونکو ادارو تل خلکو ته خبرداری ورکړی چې هغو سیمو ته لاړ نه شي چې د ناچاودو مرمیو او ماینونو د شتون احتمال پکې شته.
په تېره بیا ماشومانو ته هم په دې اړه د پوهاي د ورکولو هڅه شوې.
په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره دولت او ماین پاکوونکو بنسټونو ډېرې پیسې لګولې دي، خو د دوی په وینا، د پوهنې د کچې کموالی لا هم د هغو ستونزو په سر کې دی، چې له امله یې لا هم دغه ناچاودې مرمۍ او ماینونه د خلکو ژوند اخلي.